...

امیر حمزہ شینواری

شومه واصل چې بې نظر لاړم

دا مې هنر شو بې هنر لاړم

اوس اشارې راته کوې دننه

چې درپسې له ځان بهر لاړم

څه خو خبر ومه پوهېږمه زه

د يار کوڅې ته بې خبر لاړم

ښکلی اشنا ځيګر په لاس راووت

زه چې مخلص لکه اثر لاړم

اوس برابر راته کتی شې اشنا

زه دې په زړه کې وم خطر لاړم

هغه افق ته، که يې عمر وکم

زه په خندا لکه سحر لاړم

حمزه هر در و د اشنا خو نه و

ور پسې زه چې در په در لاړم