...

امیر حمزہ شینواری

خدای زده چرته يې کړم غونډ کله تړم

چرته درومم بار د مينې چرته وړم

بس خو دومره راته ياد يې که مې ياد يې

ته استازی رالېږې زه يې شړم

لاس پېزوان ته بل د وروځو په منځ جوړ کړې

لاندې سور لمسوې پورته تور لړم

په کړه وړه مې ستا شباب دی را خور شوی

وايي مه کړه چې څه نه کړم څه به کړم

ستا وعدې مې کړې مېوې خو خوند يې نه و

ارمانونو د چينجو په شان خورم

ته هوس کړه دنداسه کړه خوشحال اوسه

زه په وينو حسرتونه خپل لړم

ته چې ما څنګه ګڼې اختیار ستا دی

زه حمزه دي هم هغه شانې ګڼم