...

امیر حمزہ شینواری

پوه دې شي ارباب د غزل

بېرته شو بل باب د غزل

ژوند شولو نغمو و ته جوړ

سُر چې شو رباب د غزل

ګرانه مبارک دې شه نن

شو جوت نصاب د غزل

در به کړي هوښیاره نشه

دا نوي شراب د غزل

ګرانه درته ګران دې نه شي

دا غزل، جواب د غزل

لوله اوس چې تا لیکلو

خپله خپل کتاب د غزل

جوړې ترې د ژوند اوبه شوې

پاتې شو سراب د غزل

مساووې هاتفه وايه

غواړم آب و تاب د غزل

وې که لا پخوا شوی وی

و به لا شباب د غزل