امیر حمزہ شینواری
هسې شوم غلط
پرې ستوري نه ګورم
ورک په
کاينات کې رانه زړه ګورم
مخکې مې جوړ
نه ليدل چې څه ګورم
هر څه ته چې
ګورمه ډېر ښه ګورم
ته چې حيرانۍ
کړې زما خير پکې
ستا په آيينه
کې ځان ته نه ګورم
سم که درته
نه ګورم احول نه يم
راز پکې يو بل
دی چې کاږه ګورم
ډېر ښکلي
مخونه ما ليدلي دي
خولې لري، بې
خولې دي، خو زه خوله ګورم
ټينګ دې په
اقرار يې چې ما پېژنې
تا ته چې په
تله نه په راتله ګورم
دا نوي کاته له زمانې سره
زه خو دې
کاته هغه زاړه ګورم
خلکو وې چې
زه درته ځير ګورمه
ښه نو ته
راګوره چې زه نه ګورم
نن چې مې
حمزه هغه اشنا وليد
ډوب شوم په
حيرت کې چې دا زه ګورم