امیر حمزہ شینواری
ستا لېمه مې
وکاته اوس څه ګورم
تل وم په دې
غم کې چې لېمه ګورم
خوی د
ځانځانۍ مې زماني کړو نن
ګرځمه
پرېشانه پښتانه ګورم
توان د پښتنو
غشو د چا به وي
نه شم درکتی
چې دې باڼه ګورم
تا خو آيينه
راته عطا کړله
ډېره شکريه؛
خو زه لېمه ګورم
خوی چې وي د
ښکليو اپوټه غوندې
داسې به را
ګوري چې زه نه ګورم
عشقه له
جهاتو دې بېرون کړمه
پوهه نه يم
کوم طرف ته زه ګورم
ځار دې شم
شډلې پښتنې ځوانۍ
ته راته ځير
ګورې که زه نه ګورم