امیر حمزہ شینواری
غږ د پښتو د
پښتنو اورم
ژبه يوه شوه، د زلمو اورم
له تصور نه مې
خلاصېږي کله
زه چې ځمبار
دې د بڼو اورم
که شا په شا
رانه تېرېږي اشنا
زه دې د سیوري د ښکالو اورم
وعده دې کلکه
غوندې ښکاري راته
نن دې خبرې د
پښتو اورم
بيا چې يوازې
داسې رانه شې ته
غږ دې د زړه
د درزېدو اورم
د اشنا ياده
جوړ په خود شومه زه
نن چې شړنګار
د زولنو اورم
د غرونو باز
يم ښکته نه راځمه
جالونه وېړ
دي د دښنو اورم
ستا له ژړا نه
به نغمه جوړه شي
شته تسلسل دې
د سلګو اورم
زلمه باز نه
شي د بل په منګول
دی بندوبست
دې د کولو اورم
په مستقبل کې
دې ډيوې کړې بلې
حال کې دې
چغې د تيرو اورم
پسته تهذيب
وي ازادي مخکې ده
قول د حمزه
دی ميړنو اورم