امیر حمزہ شینواری
د اويس قرني
سترګې لرم
يم دانا د
لېوني سترګې لرم
ستا د مينې
په مجمر په نظر مه شي
واخله ما د
سپېلني سترګې لرم
ستا د در
خاورو دا هسې نظر راکړ
يمامه د يمني
سترګې لرم
چې مې سترګې
ستا په سترګو غړېدلي
ګلزاري او
چمني سترګې لرم
په تنګه کې
مې کړه ياد که مې نظر کړه
يم چشتي د
مېړني سترګې لرم
چې په حُب د
بو تراب مې زړه چراغ دی
حسني او
حسيني سترګې لرم
په ناز له
کبره مه ږده قدمونه
زه حمزه د
غرڅني سترګې لرم