...

امیر حمزہ شینواری

کيف او مسرت چې د فنا او د عدم لرم

ځکه د الفت د عرش په سر باندې قدم لرم

اوښکې مې د زړه په وينو ځکه آلوده نه دي

پټ مدام په زړه کې حسرتونه د صنم لرم

فخر پرې کوم ځکه چې مخ پکې د يار وينم

ښه به وي که ووايمه زه چې جام د جم لرم

ما ته ړومبۍ ورځ چې جام د چشمو التفات وکه

لا د هغه دم تر اوسه زه سترګو کې نم لرم

مار نه يم چې سوړې له ورځم نو سر مې ښکته شي

مريي زه پخوانی يم مدام سر د نياز خم لرم

هيڅ راته حمزه دا جلالت د بادشاهانو دی

زه چې فخر علم ذوی اللواء والعلم لرم