امیر حمزہ شینواری
چا ته به بد
چا ته به ښه ښکارم
وايه خو دا
چې تا ته څه ښکارم
ته مې شه
سترګې چې زه ستا سترګې شم
څه که ته
ښکارې چې زه نه ښکارم
ورک چې په
ځان کې وم جهان مې ليدو
تا کې چې ورک
شوم، همه زه ښکارم
سپرليه ګل دې
له نموده يمه
وايه چې ته
ښکارې که زه ښکارم
دا به زما د
ويښو شپو صله وي
چې په رڼو
سترګو ویده ښکارم
تنده چې څو د
مينې سوی جوړوي
هومره زه هم
اوبه اوبه ښکارم
تا مې زه
واخیستو زه نه شوې اشنا
ما دې ته
واخیستلو ته ښکارم
دلته پخوا خو
اشنا نه وه ستا
راغلی دلته
په خپل پله ښکارم
ستا د لېمو
له بې قرارې ښکلا
زه حمزه سر
تر پايه زړه ښکارم