امیر حمزہ شینواری
لېونی نه يمه
بيديا ته نه ځم
بړبوکۍ نه
يمه صحرا ته نه ځم
ښکليه
خوشحاله چې په مرګ يې زما
جار دې له
سترګو مسيحا ته نه ځم
ورته ورتلم
چې نا اشنا ومه زه
اوس چې اشنا شومه اشنا ته نه ځم
دا اضطراب هم
عجيبه دی زما
ځمه هر چا ته؛ خو هيچا ته نه ځم
ورسېدمه ځان
ته ستا په لټون
په بل طرف
بلې دنيا ته نه ځم
تازه زخمونه
مې سپرلي کړه د زړه
چې د ګلانو
تماشا ته نه ځم
حمزه ديدن يې
په دنيا چې نه وي
خوښ په دنيا
يمه عقبی ته نه ځم