امیر حمزہ شینواری
له خپلو اوښکو
اسويلو سره ځم
ښکلي اشنا له جرګو سره ځم
نن دې بادونه
ما له ځان سره وړي
زه له دې
ښکليو مېلمنو سره ځم
هغه لوظونه
نا پوره راسره
د ښکلي يار له بدرګو سره ځم
مينې دې خوب
د لېوني کړمه زه
راځمه ډېر خو
له راتلو سره ځم
ستا د محفل
هغه سرور يمه زه
ستا د نظر له اوړېدو سره ځم
څو که الفت
مې شو يو غږ د جرس
زه د اشنا له قافلو سره ځم
ګله بې پت
لکه د پرخې نه يم
چې به د نمر
له پلوشو سره ځم
نن به موسکی
شي له عادته خلاف
چې يې محفل
ته له لېمو سره ځم
زمانه ساز
لکه ښايست شومه زه
له مجبورۍ د
زمانو سره ځم
وخته ارګورې
په تګ تګ کې ولې
زه له بې
نيازو مېړنو سره ځم
په سپين او
تور د مينې پوه نه شوم
عقله چې ستا
د ورځو شپو سره ځم
عقله بس لار
مې د صحرا وليده
مخکې به نور
له بړبوکو سره ځم
حمزه ته ناست
اوسه له هوشه سره
زه له ښاغليو
لېونو سره ځم