امیر حمزہ شینواری
تل به په لار له مېړنو سره ځم
يمه پښتون له پښتنو سره ځم
د مليت نمره
د پرخې په څېر
ستا د دين
شوخو پلوشو سره ځم
دا چې خرد هم
په ملت ځار وي
زه دې هم
داسې لېونو سره ځم
پام کوه زه
هغه نظر نه يمه
چې به په دود
له سپېلنو سره ځم
وايي اغيار
چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته
له پښتو سره ځم
راستنېدی چې
نه شي وخت خو نه يم
خو د حالت له تقاضو سره ځم
لا خو مې ستر
په لمر خاته پراته دي
نه لکه لمر له پرېوتو سره ځم
کړمه جهان چې
د پښتون زلمي
له خپلو پيغلو
حوصلو سره ځم
وړم مستقبل
ته د ماضي روايات
زه د خپل حال
له ولولو سره ځم
څو چې راغونډ
په يو مرکز يې نه کړم
هرې تپې ته له جرګو سره ځم
حمزه سفر که
د حجاز وي نو هم
زه د پښتون له قافلو سره ځم