...

امیر حمزہ شینواری

ستا په وعده باندې چې نه تېر وځم

ته چې موسکۍ نه شې په څه تېر وځم

څومره چې ښه دې بې لوظي پېژنم

جانانه هومره پرې ډېر ښه تېر وځم

پل دې په پل وي د رقيب هوښياره

خو کله زه د بل په پله تېر وځم

ته نه پوهېږې چې تېر باسمه دې

که په ظاهر کې درته زه تېر وځم

ستا د راتلو طمع پيدا شي زما

زه د خپل خوب په الواته تېر وځم

بيا به وعده درځنې نه غواړمه

ته که تېر وځې زه به نه تېر وځم

دا چې تراخه مې شول د عمر نصيب

ستا د لوظونو په خواږه تېر وځم

زه ښکلي پېژنم، خو څه وکړمه

په خپل ساده ناپوهه زړه تېر وځم

وې اسويلي او که ګيلې کړې حمزه

زه په ساړه نه په تاوده تېر وځم