...

امیر حمزہ شینواری

انسان يم د فطرت په تقاضو کې نه راځم

شاهين يم د کارغانو په پنجو کې نه راځم

يو سيند يم د صهبا پېرزوينې وهم جوش

لېکن زه د کم ظرفو په کاسو کې نه راځم

هم تا خو زه مېلمه کړمه هم ستا غوټه تندی؟

قربان دې د لېمو نه په پښتو کې نه راځم

تل تود اوسه محفل دې، زه خوښ ستا په تصور

بس نور د رقابت په کشالو کې نه راځم

وحشي کړم ګله ستا د زلفو غم لکه نګهت

اوس ستا د تبسم په زولنو کې نه راځم

که لمر د محبت يمه که ستوری د الفت

ناترسه زه اوس ستا په ورځو شپو کې نه راځم

شرمېږمه که حس د محبت کړو چا طلب

دې سرای و ته د نن په قافلو کې نه راځم

خودبين دې کړمه عشقه، له ښايسته دې قربان

باور شومه د ښکليو په لېمو کې نه راځم

ديدن ته هغه ګل چې نن بللی يم حمزه

نګهت غوندې وحشي يم په جامو کې نه راځم