...

امیر حمزہ شینواری

ستا په تلاش که په سحر ووتم

ستا له موسکا نه بې خبر ووتم

زه چې له ځانه بې خبر ووتم

په مېنانو کې د سر ووتم

بيا خو وجود شو بديهي و ما ته

له کايناتو چې بهر ووتم

ښکاري چې اوس به هم خبر نه يمه

خو چې خبر وم بې خبر ووتم

ځان ته د تا په سترګو ګورمه اوس

ستا له سترګو نه نظر ووتم

مينه دې ياره سمندر ده منم

خو زه ترې شور هسې بهر ووتم

اوس به جنت زما ارمان کړي حمزه

چې په رضا د يار له در ووتم