امیر حمزہ شینواری
دا هم و يو
رنګ د جفا تېر وتم
تېر وتمه، ستا
په وفا تېر وتم
بيا مې د
زلفانو بلا واخيسته
دومره
پرېشانه چې بيا تېر وتم
اورورکي وي،
د هوس عشقه نه
ستا په دې بې
تاوه رڼا تېروتم
نن شومه واقف
چې سبا نشته دی
څو څو ځله
ستا په سبا تېر وتم
بيا راته په
سترګو کې موسکۍ خو شه
ګرم به زه يم
بيا که په تا تېر وتم
غواړمه دا
تېر وځمه، بيا پرې هم
چرته زه يو ځل
چې په چا تېر وتم
پرېږده د
وعدو خبرې پرېږده اوس
وايه خو دا
څنګه په تا تېر وتم
ګل په زړه
چاودون باندې خندل د چا؟
څومره د بلبل
په ژړا تېر وتم
کړو چې خپل
الفت درته څرګند يې راز
برند اوسه
حمزه زه په دا تېر وتم