امیر حمزہ شینواری
نظر چې شي له غيره ځان ته سم د تخيل
پخپله جام له
ځانه جوړ کړي چم د تخيل
پخپله چې
ښکلا په يو محل نه شي ښکاره
نقشه يې څه
راښکی نه شي قلم د تخيل
خبر چې شي له
هر څه پکې پاتې نه شي هېڅ
وجود د آيينې
لري عدم د تخيل
د زلفو په
تشبيه کې چې ايمان شو ور په زړه
ياران د
زړونو وکړلو شبنم د تخيل
بتان که رنګا
رنګ وي ترې طاهر کاندې يو حسن
کثرت نه جوړ
وحدت کاندي حرم د تخيل
هر څو که په
ظاهر کې وي محل د حادثو
له قدسه سره
پښه وهي قدم د تخيل
حمزه که يې
وي کړی له دوه کونه اکتساب
نغمه د ژوند
کړي سازه زير او بم د تخيل