...

امیر حمزہ شینواری

يو سره لښتي چې شو سيندونه شول

څاڅکي چې را ډېر شو بارانونه شول

يو که پښتانه شي سره مخ يې دی

تېږو سينې ورکړې سره غرونه شول

بس خو چې ښايست يې د اشنا وليد

ګوره چې د سترګو کسي زړونه شول

سر په زنګانه شول فکر واخيستل

څوک چې په معنی کې اسمانونه شول

رنګ د وفادار ورسره خاورې شو

بېل د ښکلي ګل نه نګهتونه شول

جوړه څه نغمه شوه د دې شور نه يې

ګير چې په يو توکې اوازونه شول

ځار دې له تڼاکو نه بېلتونه شم

څو چې ډېرېدل هومره زړونه شول

حيف دی په پښتو مېړونو څه وشو

اوس ورته زلمي مه وايه جونه شول

زغم مې خاموشۍ په زولنو کړلې

جوړ ترينه حمزه ځکه شورونه شول