...

امیر حمزہ شینواری

ته مې هېر کړې خو مه وايه چې دردونه لاړه بس شول

که لمبه د اور شوه تېره خو بڅري يو په لس شول

د الفت رنګين خوبونه د ځوانۍ په ګلستان کې

چې خزان د پیرۍ راغی تعبيرونه د هوس شول

ړنده مينه په ګړنګ وه بچ ضمير له پرېوتو کړه

يا په توره نيمه شپه کې اوازونه د عسس شول

نظر ستړی شو پرده شو ګنې يار دی بې حجابه

چې منزل ته رسېدی شول هغه ځکه را واپس شول

د بڼو ستنې دې راوړه چې خلعت د وصال جوړ شي

په شلېدو له وروستۍ ورځې ټول تارونه د نفس شول

ده لیلی هم مضطربه فکر مه کوه مجنونه

يو د بل نه بې قرار شي دا بانګونه د جرس شول

رقيبان يې که د مينې دعويدار دي حمزه څه شي

سر شیندل د پتنګ کار دی نه په برخه د مګس شول