...

امیر حمزہ شینواری

ستا يادونه به چې ما هېرول ډېر شول

او چې ډېر مې يادول راځنې هېر شول

د اشنا د وطن ياده را رسېږه

چې ګردونه له کاروانه مخکې تېر شول

ارمانونه مې له عشقه تغافل کړي

تل چې ستا په تصور وو ستا په څېر شول

چې الفت يې و تر منځه پخپل ځای و

بې له هغه منقلب زبر او زېر شول

ستا تراخه وو د خوږو پيدا کوونکي

اوس خوږو ته دې چې ګورمه ګنډير شول

ښکليه ستا د ديدن تږي شو لا تږي

څه تاثير د دې اوبو دی چې پرې سير شول

دا جهان که څو پراخ دی، غزا وشوه

خو حمزه چې دې ته راغلل هغه ګير شول