...

امیر حمزہ شینواری

چې ما د محبت نهايتونه لټول

په اصل کې مې خپل حماقتونه لټول

وحدت پکې د خيال و، نه له يار سره وحدت

ما هی! په الفت کې راحتونه لټول

دا نن يې څنګه سترګو ته زما را وکتل

شايد چې پکې يار شکايتونه لټول

بې ځايه دا ګيلې شکايتونه دي زما

چې ما د ښکلي يار عنايتونه لټول

خواهش مې د يارانو و پيدا مې کړه بسيار

اوس پوه شومه چې ما مصيبتونه لټول

ستا غم کړې رانه ورکې، وي يو څو خبرې ستا

ټول عمر مې بيا ستا امانتونه لټول

حمزه جور و جفا او ستمونه د اشنا

دا واخله چې تا داسې نعمتونه لټول