امیر حمزہ شینواری
زه يې څه کړم
چې اشنا دی د جبې ګل
خوښ مې نه دی
د ګلاب او د چنبې ګل
له چشمانو مې
رونق په ژړا لاړو
مړاوی کېږي د
باران چې وي شېبې ګل
په ديدن پسې
د يار مې سترګې ګل شوې
چې نم ختم شي
ښکاره شي د پومبې ګل
چې ښايست يې
څو زياتېږي زه سوځېږم
بل ژاړي چې
څو څو کوي لمبې ګل
يار زما دی د
رقيب يې تش ديدن دی
ښايسته څه
کړي د ښورې او د ملبې ګل
څوکيدار د
يار د سترګو تور مژګان دي
که ساتې په
حفاظت سره سنبې ګل
د زنځير ستم
د بوی په ژبه ښايي
په وربل کې
چې ټومبلې محبوبې ګل
د ځوانۍ له
جوشه څيرې ګرېوان کړي
د اخفا له
زندګۍ کوي توبې ګل
سترګې در کړي
د خمار شيندي کيفونه
خلاص له قيده
شي نکهت واکړي تمبې ګل
بس له تا زما
نظر نه ځي بل خوا ته
په کاکل کې
ای صنم ولې ټومبې ګل
حمزه سترګې
ورته فرش کړه چې يې آل دي
لري پاڼه کې
چمن د زينبې ګل