امیر حمزہ شینواری
لکه کلی دې
موسېدل زده کړل
تا د مَېنو
زړه چول زده کړل
اوس مې په
لاشو کې تسبې نشته
چې مې د
اوښکو بهېدل زده کړل
ته چې خبره
په خندا تېروې
ستا په وعده
مې تېر وتل زده کړل
پوه په تړون
شوې د پرېشانو زړونو
تا د کاکل
پړي غښتل زده کړل
ستا په خندا
مې د جامونو ګله
لکه نګهت هسې
وتل زده کړل
مينې مې ستا
د تعلق په مزي
لکه پیروتې
پورته تلل زده کړل
له نرګسي سترګو دې وکړه تپوس
ولې ما داسې
ټيټ کتل زده کړل
په حسن او
عشق کې امتياز دا دی
تا نه منل او
ما منل زده کړل
دا د توهين
يې پل، د لارې په مخ
چا چې په
بېرته جار وتل زده کړل
ما ته را زده
نا اميدي کړه اشنا
تا چې د
سترګو بدلول زده کړل
ياد به يې
عمر د يادونو شي ډېر
حمزه اشنا چې
هېرول زده کړل