...

امیر حمزہ شینواری

ځوانۍ ته يې وختونه موسېدل او ترېدل

حالات يې په کمڅو کې زنګېدل او تېرېدل

یو زه نه تېرېدم چې مې قلنګ ترې اخیستو

نور څه چې وو هم دلې تېرېدل او تېرېدل

قربان له مېړنو چې په طلب کې د رڼا

د لیارې د تیارو نه بوږنېدل او تېرېدل

دا خوی و د پۍ مخیو چې هر دم به بدلېدو

ما وې ګوندې وختونه بدلیدل او تېرېدل

چې ځوان شول ارمانونه منزل ته د وصال

نزدې شو ورنزدې، خو پسخېدل او تېریرل

تالا که وسیلې شوې، مقصدونه وو ژوندي

هم داسې کاروانونه لوټېدل او تېرېدل

حمزه زما وفا ته يې هم دومره ورکړو داد

وختونه مې له مخ نه شرمېدل او تیرېدل