...

امیر حمزہ شینواری

اخر خو اننګو ته يې زلفان ورسېدل

هرڅو که پيچ وخم شو پرېشان ورسېدل

دامان ته چې اورونه د ارمان ورسېدل

غمجن اسوېلي خولې ته پښیمان ورسېدل

قربان دې د ستم نه د کرم دې وکړو حد

ساتوان لاسونه هم په ګرېبان ورسېدل

ناڅاپه خارښتېږي چې زما د پښو تلي

موسم ته جوړ اغزي د بیابان ورسېدل

د عشق له تاوه دې غوټۍ شوه د زړه ګل

زړه چاودي د مراد باغ ته خندان ورسېدل