امیر حمزہ شینواری
تا چې د
ژوند؛ په انتها وکتل
زاهده ما په
ابتدا وکتل
ښکلیه اشنا
چې ما ته تا وکتل
ایله په عمر
ځان ته ما وکتل
ښکلیه بیان
به یې حسرت کړمه څه
چې ستا قتیل
ته مسیحا وکتل
چې په احساس
کې مې ډېوې شوې بلې
دا په محفل
کې راته چا وکتل
هله به ووایم
چې ما ولیدې
خوکه یو ځل دې
راته بیا وکتل
اوس مې جوړ
زده کړلو هنر د ژړا
نن دې چې
ما ته په خندا وکتل
دا به دروغ وي
چې به روغ پاتې شم
که دې و ما ته
په رښتیا وکتل
مینه ښکلا،
کله ښکلا شي مینه
په همه ژوند
کې مې هم دا وکتل
هخه حمزه هم
له حمزه دی جدا
و حقیقت ته
چې حمزه وکتل