...

امیر حمزہ شینواری

واخلم بلا د زلفو دې، زیات دې شه ېبچ وخم کتل

ستا د کږو بڼو نه ځار يو ځل، خو یو به سم کتل

دم مې د عشق د ژوند و، څومره و انتظار خوږ

ځیر ځیر هغه زما د شیې تمبو ته دم په دم کتل

غم مې د زړه لپاره و،  پاکه مې زړه غم لره

غم ته مې زړه حیران کتل، زړه ته پرېشانه غم کتل

ډېر دې په ما نظر اوسه، کم دې زما نظر وي خير

ما لره ستا دیدن و ډېر، تا به چې راته کم کتل

څنګه چپه د وصل وه ډوب مې دې کړ ارمان د ديد

تا ته زما ککو کتل راغی ککو ته نم کتل

ما چې  د یار د سترګو نه وکړ تپوس د راز د ژوند

غرق مې په جام د می کې کړل زاهده جام د جم کتل

دی چې له تا پټېري تل حمزه لټون ېي پرېږدم ده اوس

وکړه حیا له ځانه، بس یې کړه چم په چم کتل