امیر حمزہ شینواری
بړبوکۍ مې
کړو الفت سرو سامان خپل
واخله ټول دې
شو وحشته بیابان خپل
چې وي پوه،
له یو او بله ګیله نه کړي
تمدن کې هر
انسان وي د خپل ځان خپل
بس خو ته يې
چې څه غواړې هغه وکړم
نه لاسونه
زما خپل دي نه ګرېوان خپل
نور خو څه چې
له خپل ځانه هم پردی يم
ته مې خپل شه
چې مې شي همه جهان خپل
اوس ځور د
زړه د وینې ور کومه
بې خزانه به
ساتمه ګلستان خپل
بالاتر له
حرصه ووايه چې ولې
لا تر اوسه
انسان ته شو د انسان خپل
راته خپل
مسلمانان نامسلم وایي
چې له ټولو
ولې ښه ګڼم افغان خپل
زه به تل هغه
کوم چې مې فطرت دی
ته جاري ساته
هم داسې امتحان خپل
زه حمزه چې
یم د تا، تا ته منسوب دي
نه ده ګټه
زما خپله نه تاوان خپل