امیر حمزہ شینواری
عشق مې بنا
کړی جوړوي د بقا رنګ
وګورره په
سترګو کې زما د فنا رنګ
اې د مینې
رنګه په دې رنګ مې خبردار کړه
ستا رنګ یې
چې رنګ کړی دی په تا کې د چا رنګ
رنګ د بې
رنګۍ نه، بې رنګي له رنګه جوړه
رنګ چې شي بې
رنګه بې رنګي شي صفا رنګ
واړه ریاضت و
د زاهد د رنګ لپاره
تېر چې شو له
رنګه شوئ هلته خطا رنګ
زه لکه بلبل
په نوا سر کړم رنګ د ګلو
ورکه که هستي
کړم خو به وي بېنوا رنګ
رنګ دی چې یې
سر کړه طالبان په بلو بلو
ځان و ته
لار ښایي د دلبرو نه جدا رنګ
رنګ لره بقا
ده خو بقا یې هم فنا ده
یو ځای چې
فنا شي د بقا شي فنا رنګ
دا هم یو
تلاش دی چې حمزه یې تلاش نه کا
ګوري چې کوم
رنګ ته هغه وي د اشنا رنګ