امیر حمزہ شینواری
کړو احساس مې
له خپل ځان رانه جانان ورک
کړو سپرلی مې
په ادراک د ګلستان ورک
دا کثرت چې
ټول په ما کې و دننه
دې لېدو
رانه وحدت کړو د خپل ځان ورک
آیینه کې
د هستۍ که ښکاري څه شو
یو دیدن د
هغه ښکلي کړو حیران ورک
هم هغه چې
د پاک رب د سترګو تور و
په دې نن نوې
رڼا کې شو انسان ورک
اوس نو خوف د
رسوايۍ نه کړه زړه جمع
ستا د زلفو په
ځنګل کې شو پرېشان ورک
په خپل زړه
کې رانه ورک شوې، نه دې مومم
ارمان دا دی
چې له ما شو خپل ارمان ورک
افسانه د بې
نښان اشنا مې کښله
حمزه ځه کړم
چې له مانه شو عنوان ورک