امیر حمزہ شینواری
مینه کې هم
چې ننګیالی وي له پښتو نه وي ډک
څو که د ښکلیو
هر انداز له زړه راښکو نه وي ډک
په شېرينۍ
دهغو سترګو چې غلط نه شې ته
ښکلی که ګل
وي د نرګس خو له ترخو نه وي ډک
جوړې په کور
کې بړبوکۍ د اسوېلو یې نه وي
چې بیابان د
نن سبا له لېونو نه وي ډک
د صراحۍ
غوندې په دنګه غړۍ خانده اشنا
زما که زړه
لکه د جام د اسوېلو نه وي ډک
حمزه د ژوند
په مرامونو کې به پاتې راشې
د مین زړه چې
د بېواکه بړبوکو نه وي ډک