...

امیر حمزہ شینواری

څه شول زما هغه لیدلي خلق

هغه خواږه هغه سپېڅلي خلق

بس خوهم تا ته رسېدلي خلق

کوم چې دي تا ته تښتېدلي خلق

اوس څه منزل يې د ژوند پاتې نه دی

د عشق له لارې ګرځېدلي خلق

خپله وفا به یې اخر کړي اوچت

ستا له نظر نه پرېوتلې خلق

د اشنا لارو څه خو لاس ورکړ‌ئ

د پاڅېدو نه دي لوېدلي خلق

رقیبه زړه کې د اشنا يې ګوره

تا چې په سترګو کې ساتلي خلق

کړي بادشاهان يې تمنا د لیدو

ستا له محفل نه چې وتلي خلق

ښکلیه د تا د دوه لېمو د پاره

له دوه جهانه دي وتلي خلق

سترګې خو پورته کړه بې دمه حمزه

چې نه راتلل هغه راغلي خلق