امیر حمزہ شینواری
پارینه مې
د هستۍ شولو اوراق
رانه هېر شو
وړاندې وروستو ټول اسباق
ومه څاڅکی خو
چې مل شوم له دریابه
اوس په ما د
څاڅکي نه کېږي اطلاق
تر قیامته ده
ګواه زما په وینو
دا سرخي چې
درته ښکاري د اشفاق
له مطلق سره
مې ځکه اطلاق راغی
چې مې ناوې د
دارینو کړه طلاق
اې حمزه!
خوشحاله اوسه خفه نه شې
د وصلت مور د
هجران زامن کړه طلاق