...

امیر حمزہ شینواری

زه چې  ستا په چا کړۍ کې یمه چاق

د راحت عروس په درې شرطه طلاق

روح او تن مې مور او پلار دې ترې خلاف کړم

یاره ستا به شم چې دوی مې کاندي عاق

چې په طاق کې د نسیان مې خودي کېښوه

په ټولي کې د عاشقو شومه طاق

سپوږمۍ مخیه خاموشۍ دې ټول ګویا کړه

د ښایست خبرې ستا شې په آفاق

دا سرخې مې هنګامي نه ده د سترګو

دا نه رنګ دی له حنانه د اشفاق

هر یو حرف دې ښایې پته ښکاره نه شوې

د هستۍ د کتاب ختم شو اوراق

شي قدسي به په معراج د حمزه عقل

چې تا وړی دی سترګو په براق