امیر حمزہ شینواری
ضبطه چې ستا
ژوند شو په زبېرګو باندې موقوف
کړم به جمعیت
په اسوېلو باندې موقوف
تل دې وي
فراق، د زړه داغونه پرې ژوندي دي
ژوند خو وي د
ستوریو په تیارو باندې موقوف
زړه مې په
مجمر د محبت کې خوشحالي کا
رقص وي د
سپند په سوځېدو باندې موقوف
ګورم به
سپوږمۍ ته بې له دې مې کومه چار ده
تا چې کړو
دیدن په تورو شپو باندې موقوف
وې که زه
څراع په انتظار به وم مړ شوی
ژوند مې
تر سبا و په سلګو باندې موقوف
شته دی په
صحرا کې بړبوکۍ هم ډېرې ډېرې
مه یې شه
رونق په زولنو باندې موقوف
پرېږده د
مردانو پېښې مه کړه دا هوس دی
مه شه دا
جنون ېه زولنو باندې موقوف
ته په دې
جمود کې پټې سترګې بیدار اوسه
ژوند دی حرکت
په تماشو باندې موقوف
وا به حمزه ته
کوې خواهش د سکون ولې
ژوند چې شو د
زړه په درزېدو باندې موقوف