امیر حمزہ شینواری
مینې چې سکون
په اسوېلو کړلو موقوف
حسن خپل نمود
په پټېدو کړلو موقوف
ته چې شوې
موسکۍ ورته برېښنا پکې پیدا شوه
اوښکو مې تکل
د پرېوتو کړلو موقوف
څه شي سپک
فطرتي که پېښې د لېونو کا
خس ګویا رفعت
په بړبوکو کړلو موقوف
ځکه خو اوس
هره لحظه مرګ د تغیر دی
ژوند يې چې
د زړه په درزېدو کړلو موقوف
ګرانه ده چې
تاربه شې پیدا په محبت کې
تا چې اې
حمزه په ژړېدو کړلو موقوف