امیر حمزہ شینواری
څه په خپله
هیڅ نه وي، له څه نه مختلف
بیا ولې ستا
زړه وي له لېمه نه مختلف
یو رقیب که
تللی بل پرې راغی فرق یې څه شو
نه وي يو کارغه له بل کارغه نه مختلف
نمر د حقیقت
خو نه پرېووزي نه راخیژی
وې یې که
خاته له پرېواته نه مختلف
خوی د ستا د
سترګو ستا د زړه نه جدا ښکاري
بل یو زړه دې
هم شته له دې زړه نه مختلف
ستا له برندو
سترګو که څو رنګ زما الوځي
وې به الواته
د الواته نه مختلف
څو چې پرورش
یې په مرګي باندې و نه شې
وي به هغه
ژوند له ژوندانه نه مختلف
خیر دی حمزه
خیر دی که جرګه یې را واپس کړه
وي یې کله
خوی له پښتانه نه مختلف