امیر حمزہ شینواری
ما چې وکړو له
یارۍ قسم غلط
له غلط زړه
سره خود شې قسم غلط
وي عادت
دویم فطرت، له ما خو هېر يي
ستا کوڅې ته
شي زما قدم غلط
ستا مکان
زما په زړه کې ښاریه ده
په ټول ښار
کې مې د تا کړو چم غلط
دا صحیح ده
چې دې زه یم پېژندلی
ولې زه شومه
په تا صنم غلط
د غضب طوفان
دې وساته صاحبه
نن که سترګو
ته د زړه شو نم غلط
ستا په غم مې
غم غلط و، غم خو دا دی
یاره اوس به
په کوم غم شي، غم غلط
په خزه کې د
حمزه د زړه راګېر شوې
آهو چشمه څه
دې سم دی رم غلط