...

امیر حمزہ شینواری

عشقه چې شو خپل درنه صفات غلط

ځکه دې ښاېست شولو په ذات غلط

هر څه دې منمه خو وجدانه ته

تل يې د ښايست په التفات غلط

څو چې مینه رنګ د حسن وانخلي

هومره د دې دواړو ملاقات غلط

حسنه څه خبر وم چې طالب ته يې

خدایږو شومه ستا په عنایات غلط

شېخه له صهبا سره چې سم نه يې

غږ دې شولو خور د کرامات غلط

غم به شي غلط په نندارو صحیح

ځنګه به منزل شې د اوقات غلط

مخ چي صراحي ته زه حمزه کړمه

راشي په دې کار مې، شې برسات غلط