امیر حمزہ شینواری
پټ شه ته
پټېږې رانه اوس د هغې شپې نه پس
لا ته راته
ډېر يې بې حجابه له پردې نه پس
ته يې هر هغه
خو په هر ځل راته بدل ښکاري
شوق د تماشې
شې لا سیوا له تماشې نه پس
ضبطه پسرلی
چې راروان دی دا به څه کېږي
زور مې د
خمار دی چې زیاتیږي له توبې نه پس
بېواکه مې
سترګې شوې راډکې چې غصه شوې ته
خشکې چینې
تاندې شي اکثر له زلزلې نه پس
زړونه پرې
آباد شول چې بهر يې ترېنه وويستل
وګوره قسمت
خو د بتانو له کعبې نه پس
ته لرې کېدلې
چې څو څو په وړاندې تلمه زه
ځان ته به
نزدې شومه له هرې مر حلې نه پس
ستا له اداګانو ستا ښکلا ته رسېدلی یم
راغلم په
نقطه کې شومه ورک له دایرې نه پس
تلو د اننګو
نه دې چې زلفو ته په تېښته شوم
سيوري د ماښام
ښه وي د ټکندې غرمې نه پس
ډېرو دروازو
ته حمزه لاړو خو ناکامه شو
خیر ورته چا
ورنه کړو د تا له دروازې نه پس