امیر حمزہ شینواری
ښه وي هغه
ګټه چې حاصل شې له تاوانه پس
ما ته شوې
ښکاره خپلې خامۍ له ابتلا نه پس
بیا خو به نو
خدایه سلسله د دنیاګانو وي
مخې ته که
بله دنیا راغله د دنیا نه پس
اوس ورته
ناجاڼه غوندې ګورمه د غیر هسې
مینې وکړه
نوې بتدا د انتها نه پس
تا چې په
محفل کې په ځیر ځیر راته کتلي دي
اوس به ټولې
سترګې ما ته ځیر وي له بېګا نه پس
پاتې به اخفا
وه که بهیر يې داسې بند نه وی
اوښکې زما
ورکې شوې، د مینې د اشنا نه پس
ما ته نا اشنا
ښکاري که ډېر شول اشنایان زما
هغه دلبري
پکې رانغله له اشنا نه پس
لا خو په خود
نه دي چې یاران وو د محفل زما
مړې دي ډیوې،
مړې ګڼه حمزه له بېنوا نه پس