...

امیر حمزہ شینواری

دښمن که و پکار مې هم دا خپل هوس شو بس

دا يو قفس چمن نه راته یو په لس شو بس

ساقي ته مې بس نه وې راکول يې ما چښل

چې سترګې يې راېورته کړې ما وې چې بس شو بس

بلبل خو په قفس د رنګ او بوی کې وي بندي

او ما ته د اشنا د محبت قفس شو بس

راپورته دې کړې سترګې بې قراره غوندې شوې

اظهار د مدعا ته مې جوړ يو نفس شو بس

شاید د مینې جاله مې باد يووړه د هوس

اوس هم شته انتظار مې خو د سترګو خس شو بس

کاروان د ژوند روان دی زړه چاودون ېه هر قدم

اظهار ته د مطلب د بړبوکۍ جرس شو بس

محفل يې کړو بې خونده رقیب راچې غی حمزه

مجلس د خوږ طعام و ته دا یو مګس شو بس