امیر حمزہ شینواری
جانان مې
ګلفروش د حقیقت چمن په لاس
ما هم ورته
کچکول کړه د حسرت لمن په لاس
یو ځل په
قبرستان مې د زړه راشه بې حجاب
ارمان به مې
راپاڅي د حسرت کفن په لاس
یو ځان په مخ
د حسن چې پرده دعشق شي
تېشه شې دا
جل و نيسي کوه کن په لاس
محفل کې چې
وحشت مې شکایت ته کړي تیار
بها ته د
ارږمي کړي صنم پټ دهن په لاس
دلبر مې ځکه
اخستي له ما لاس د اشنايۍ
اوس نه کړي د
پخوا غوندې د مل سخن په لاس
حمزه له مړو
بتر دی خو د ژوند یې در کړو جام
محبوب الهي د
نظامي حسن په لاس