امیر حمزہ شینواری
عاشق وي
نیولی تل په لاس کې سر پاس
تل غړېږي يې
په سترګو کې جګر پاس
قرباني غواړي
دیدن د تورو سترګو
منتظر وي پرې
د وروځو دوه خنجر پاس
د عاشق د آه
لوګی بې حاله شوی
که هر څو لرې
اسمان کې دی قمر پاس
د عاشق
د صداقت نخښه هم دا ده
چې رقیب هم
کېنوي په سترګو په سر پاس
په مکتب کې د
فنا چې طالب نه شې
مهرویان د
هغه نه کوي اکثر پاس
په محفل کې
ادب وایې ګوره ښکته
مستي وایسې
غنيمت دی یو نظر پاس
په دېګدان
باندې حمزه د عشق سوخته شه
چې خارج دې
شي د کل ځنې جوهر پاس