...

امیر حمزہ شینواری

رقیب سور مې دی په سر لکه عسس

په زور زور مې غږوي لکه جرس

په دا شان یې کړم عارې له عقل و هوشه

چې مې وهم شولو هر تار د نفس

په اتش به د هجران اخر سوخته شم

یم انسان په اصلیت نه یم ققنس

په صحرا کې د الفت پښې ابله یون کړم

د نېزې نه يې سوا دی خار و خس

نه پوهېږم اوس تلاش په کوم طرف کړم

په فرقت کې مې خطا کړو پېش و پس

سل قدمه چې اشنا وته نزدې شم

نو هزار قدمه پرېوځمه واپس

زه حمزه په عاشقانو کې یم داسې

لکه وي بې مصالحې غوړ و عدس