...

امیر حمزہ شینواری

زه حاجت لرم د ناز، ته د نیاز

واخله سوز در څخه نشته راکړه ساز

هر یو خیال مې بې بها غوندې ګوهر شو

چې لباس مې ورته واغوستو د راز

په ناز ناز کتو مې څښې د زړګې وینې

زما عمر، ستا باڼه دې وي دراز

تل دې یاد یم په دې ښاد یم تل دې دا وې

چې اصول دې شي زمانه احتراز

د سکون له مرګه ژوند غواړې غلط شوې

اضطراب دې زېږوونکی د آواز

دخواهش پرده دې پورته کړه، نظر کړه

نشته هېڅ په حسن اوعشق کې امتیاز

چې حمزه شولو مېن په مستو سترګو

ای واعظه د صهبا وشو جواز