...

امیر حمزہ شینواری

آیینه کې چې حیرت و جانان یووړ

چې جوهر د اګاهۍ و حیران يووړ

ګله ستا به ټول عمري خندا نصیب شي

خو که روغ دې له دې باغه ګرېوان یووړ

اوښکې زړه ته ستا په غوټه جبین لاړې

د سپرلي ښکلی باران و طوفان یووړ

ستا د سترګو په مستۍ اوپه ښکلا ږو

حس له ما يې د مکان او زمان یووړ

انتخاب وایه د چا ښه و زړګیه؟

نورو وصل، ما د وصل ارمان یووړ

ته مې کله شوې رقیب د صحرا باده

چې په مخ دې رانه ګرد د کاروان یووړ

حمزه؛ ګران که څو د یار د عشق نسبت و

ما د سر په بها څومره ارزان یووړ