...

امیر حمزہ شینواری

حال یې ستا د زړه معلوم هم یې بیان کړ

خدای زما نظر هم عقل هم زبان کړ

تصور دې چې دیدن راته ارزان کړ

ټول عمري فراق يې خود راباندې ګران کړ

زه خو ستا په اشاره له سره تېر شوم

شکر شکر اشنا تا چې امتحان کړ

ما ایله د اسوېلي تکل و، کړی

چې پېغور د مینې جوړ راته طوفان کړ

چې ډېر ډېر سینګارېدې په آيینه کې

وایه څوک دې پرېشان څوک دې حیران کړ

بلبلان د ارمانونو مې ګریان شول

تصور دې زما فکر ګلستان کړ

ستا نقطې د خال مې حال د زړګې ووې

ګویا طفل مې دې داغ د زړګي ځوان کړ

کله مرګ پکې غوپه، کله ژوندون شي

سمندر چې د هستۍ يې بې پایان کړ

ستا بڼو مې هر نفس لکه پنجه کړ

ارمانونو مې ژوندون لکه ګرېوان کړ

چې باغي له جمعیت لکه نکهت شو

مینې کل جهان حمزه ته بیابان کړ