امیر حمزہ شینواری
غم د ښکليو
څه احساس زما جميل کړ
دغه عمر دی
که عمر يې قليل کړ
چې په ځاله
ستا د زړه کې يې ځای وموند
نو مې ستا د
تصور مارغه اصیل کړ
چې په مرګ مې
پرورش د ژوندون وکړ
ښایسته یې
راته مخ د عزرائیل کړ
امتحان خو
اخیسته شي له طفلانو
ازماېښت يې
په خلیل، که اسماعیل کړ
شمع هره شپه
بلېږې، هم پتنګ وي
وشوه بس دسوز
داستان دې ډېر طویل کړ
د نظر فرعون
دې پوهه کړه ای شوخه
چې ډېر تول
مې هر یو کسی رود نیل کړ
دا شومې زما
د بخت نه ده نور څه ده
چې بې واکه
تبسم یې ستا بخیل کړ
د مېن د زړه
کعبه فوځونه څه کړي
حفاظت يې د
دې کور په ابابیل کړ
عاشقي یوه
کمې ده په فطرت کې
عقله جوړ دې
و حمزه ته څه دلیل کړ