صاحب شاه صابر
يه د جهان د ښاېستونو خدايه !
يه د رڼا او د رنګونو ربه !
يه د انسان د تصور خالقه
يا د سپرلي او د ګلونو ربه
چي ستا په ځمکه د جنګونو خدايان
ستا د تخليق د رڼا رنګ ورکوي
چي ستا په مخکي د بارودو لوګي
د ښاېستونو اٸينې ړنګوي
د خپل غرض په نشه مست ليوني
د محبت په لمن تور لګوي
د سود و زبان په مخه کړي خلق
ستا د ښاېست په ځمکه اور لګوي
دا هر څه کيږي ستا په مخکي کيږي
ته ورته ګوري په تا هيڅ نه کيږي
ستا به زړه لوي وي ته به صبر کوي
خو داسي نه چي په چا هيڅ نه کيږي
ستا د شاعر د زړه نه وينې څاڅي
ستا د فنکار د پښو نه ساه وتې ده
ژوند ته اسمان کې چرته ځاى ورکړه
د اوسيدو نه خو دنيا وتې ده
اوس دواړه نه کيږي يوه به کوې
يا به نفرت او يا به ما وژنې
يا به د خپل تخليق نه زړه صبروې
يا به د جنګ توره بلا وژنې
...
یادونه: د ارواښاد صاحب شاه صابر د ژوند اخري ناچاپه نظم، چې د عثمان ولسیار صیب په وینا: له مرګه یوه اونۍ مخکې په سوات کې د ولسیار صیب دوی په زیار په جوړه شوې (امن) مشاعره کې ویلی و.